ټاکل شوې د افغانستان، چین او پاکستان ګډه غونډه وکړي او په کې د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه خبرې اترې وکړي.
غونده نن پنشنبې د غبرګوي ۱۳ مه په انلاین بڼه جوړېږي چې په کې به د درې واړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
په غونده کې به پر اړیکو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وشي، خو اصلي محور به یې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې خبرې اترې وي.
چیني رسنیو ویلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې اعلان کړیو چې وانګ یي به نن د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
وانګ یي، حنیف اتمر او شاه محمود قریشي به د افغانستان د سولې او پخلاینې د پروسې، عملي همکارۍ او تروریستي ضد او امنیتي همکاریو په اړه خپلې لیدتوګې تبادله کړي.
د یادونې ده، چې تېره میاشت چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره میاشت د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په ټېلفوني خبرو کې ویلي و، هېواد یې هیله لري چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته ملګري ملتونه پراخ رول ولوبوي.
هغه ټينګار کړی و، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې اته غړي هیوادونه، چې پاکستان او هند یې هم غړیتوب لري، باید د افغانستان حالاتو ته نور پام واړوي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22743